تاند(د لړم ۳مه) د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینټ، د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه تازه څرګندونې کړي دي.
د هغه په وینا، دطالبانو ځپونکو اقداماتو او تګلارو د بشري حقونو وضعه ډېره خرابه کړې او په دې سربېره افغانستان له یو لړ نورو ننګونو سره هم مخ دی چې پکې روان بشري او اقتصادي ناورین، وروستۍ مرګونې زلزلې او له بهره د افغانانو ډله ییز جبري راستنېدل شامل دي.
نوموړی زیاتوي چې په افغانستان او سیمه کې د لا زیاتو کړاوونو او احتمالي بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره بیړني اقدام ته اړتیا ده.
ښاغلي بنېټ په خپل بیان کې یو وار بیا له زده کړو د افغان نجونو په محرومولو نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له ده چې طالبانو په وار وار د نجونو د زده کړو بندیز موقتي بللی خو په دې برخه کې يې پرېکنده ګام نه دی اخیستی.
ریچارډ بنېټ په عین حال کې د طالبانو له واکمنو چارواکو مننه وکړه چې افغانستان ته په سفر کې یې له ده سره همکاري کړې او په دوامداره توګه یې ډیالوګ ورسره کړی دی.
طالبانو د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو څه موده مخکې یې ویاند ذبیح الله مجاهد د ریچارد بېنټ د کاري دورې د غځول کیدو مخالفت کړی او ویلي و چې هغه د دوی مخالف دی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/28001